د ستر درستيز د روغتیایي چارو قومندانۍ ته قرارداد شوې طبي تجهيزات او درمل وسپارل شول
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د روغتیايي چارو قومندانۍ ته د هغو ۵ هېوادونو (ایران، ترکیه، هند، چین او پاکستان) څخه د درملو جوړولو داخلي شرکتونو په ګډون، چې د میلیونو افغانیو په ارزښت ورسره قراردادونه شوي وو، طبي تجهيزات او باکیفته درمل راورسېدل.
په همدې حال کې له بهرنيو هېوادونو او کورنيو شرکتونو څخه د طبي ملزمو او درملو د لېږد لړۍ روانه ده.
همدا راز د ملي دفاع وزارت اړوندو ټولو روغتیايي مرکزونو ته چې د طبي ملزمو او درملو له کمښت سره مخ دي، ډیر ژر به اکمال او د ويش لړۍ پيل شي.