په تخار کې یو ځای پرځای شوی ماین کشف او شنډ شو
تیره ورځ د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ د ښاروالۍ په انګړ کې، چې څو کاله وړاندې يو کړۍ ماين ځای پر ځای شوی وو، د ۲۱۷ عمري قول اردو د دويمې پلې لوا د کشفي او استخباراتي مجاهدینو له لوري کشف او شنډ شو.
د دغه ماين په کشف او شنډولو سره هېوادوالو ته د احتمالي زیان اوښتلو مخه ونیول شوه.