د ساحوي زونونو او قطعاتو له روغتیایي قوماندانانو سره د روغتیا قوماندانۍ رهبرۍ ناسته ترسره شوه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د روغتیا قوماندانۍ رهبري له لوري د ساحوي زونونو د قطعاتو له روغتیایي قوماندانانو سره د یاد وزارت په تالار کې غونډه ترسره شوه.

د روغتیا قوماندانۍ لومړي مرستيال بريد جنرال ډاکتر عبدالولي "احمدزي" د امنيتي ځواکونو د ښه والي او د ظرفيت لوړولو په موخه هر اړخيزې خبرې وکړې او د قطعاتو د روغتیایي قوماندانانو د صادقانه خدمتونو ستاينه يې وکړه.

همدا راز د روغتیا قوماندانۍ به پخپل وخت سره ژر تر ژره د اړتیا وړ کسانو لپاره د اکمالاتو او  ننګونو د حل په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.