د ملي دفاع وزارت اعلاميه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دتحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه داحتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بولي.

سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.

زموږ غوښتنه داده چي هر تشویش باید دتفاهم له لاري رفع شي، افغانستان لا وارثه ندی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو، او دخپل ګران هیواد په دفاع کي ترهرچا ښه تجربه لرو.