د ملي دفاع وزارت د مرستیال له خوا د ۲۰۷ الفاروق قول اردو نوی قومندان رسماً معرفي شو s.mohmand https://www.mod.gov.af/ps/node/4870 قاري محمد ایوب "خالد" چې د ا.ا.ا مشرتابه د حکم په اساس د ۲۰۷ الفارق قول اردو د نوي قومندان په توګه ټاکل شوی وو؛ تېره ورځ د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل "مظلوم" له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفارق قول اردو د پخواني قوماندان او منسوبينو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: د امیر المؤمنين «حفظه الله» اطاعت او فرمانبرداري په هر مسلمان فرض ده، او په اسلامي نظام کې د چارواکو تغیر او بدلون د دوی د وړتياوو په اساس راوستل کیږي نه د قوم، ژبې او مقام له ادرسه. دغه راز د ملي دفاع وزارت مرستيال د دغه قول اردو له مسؤلينو او منسوبینو څخه وغوښتل چې د خلکو د خدمت او امنيت د تامين په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي په دې مراسمو کې ګڼ شمیر نظامي او ملکي چارواکو، علماء کرامو او مجاهدینو ګډون کړی وو.