د ملي دفاع وزارت له خوا د پکتيکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لړۍ

s.mohmand

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزلې وروسته د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د رهبرۍ په لارښوونه د ۲۰۳ منصوري قول اردو منسوبینو له سلګونو ټنه اړتیا وړ توکو لکه؛ خوراکي مواد، خیمې، البسې او د نورو توکو مرستې د یادو ولایتونو زلزله ځپلو ته رسولي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت روغتيايي او مرسته رسونکي ټیمونه په زلزله ځپلو سيمو کې شتون لري، د ځمکې او هوا له لارې د ټپيانو د درملنې او روغتيايي مرکزونو ته د ليږدولو هڅې کوي.

د ملي دفاع وزارت ډاډ ورکوي، چې په ټول ځواک سره به په هر ډول حالاتو کې د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ وي او له هېڅ ډول مرستې به ډډه ونه کړي.