د ملي دفاع وزارت پلاوي په حيرتان بندر کې د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره وکتل
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په پوله کې د ناسم پوهاوي او ستونزو د مخنیوي په موخه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د قوماندانانو په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی او په حيرتان بندر کې يې سره وکتل.
د افغانستان له خوا د شپږم سرحدي لوا قوماندان مولوي غوث الدین "رهبر" او د ازبکستان له لورې د سوېلي پولو قوماندان ډګروال خل نظروف او د ترمز سرحدي ولایت کمېسار بردیوف ابرار او ملګرو يې په دې ناسته کې ګډون درلود.
دواړو لورو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د ناسمو پوهاوي او سرحدي ستونزو د لرې کولو په تړاو د لا همغږۍ په لرلو ټینګار وکړ.