کندهار کې څلور تنه قاچاقبران له یو شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول شول

s.mohmand

تیره شپه د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند ځانګړو ځواکونو د کشفي راپورونو پر بنسټ د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ هدیرو سيمه کې څلور تنه قاچاقبران له یو شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول.

ياد شوو کسانو څخه یو میل درنه، ۲ ام ۱۶، ۶ کلاشینکوفونه او د وسلو ۵۰۰۰ مرمۍ لاسته راغلي دي، دغو کسانو غوښتل چې دا وسلې په نورو وپلوري او وروسته پاکستان ته قاچاق شي.