بادغيس او فراه ولايتونو کې څلور کنډکونه جوړ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت مشرتابه د اړتيا سره سم په لوديځ زون کې د ٢٠٧ الفاروق قول اردو د رهبرۍ لاندې د څلورو کنډکونو د جوړولو حکم صادر کړ.

د دغو کنډکونو له جملې څخه درې کنډکونه د بادغيس ولايت په ابکمري، تګاب عالم او جوند ولسواليو او يو کنډک د فراه ولايت په برچمن ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شول.

دغه کنډکونه د لوديځ زون خلکو ته د ښه امنيت ټينګښت په موخه جوړ شول.