د بادغیس قلعه نو پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د بادغیس لوا قوماندان «ډګروال حسیب الله مسعود " آخندزاده"» په مشرۍ د یاد ولایت مرکز قلعه نو اړوند کې پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، یوه اندازه وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي.

همداراز یاد ښار پراخې سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوي دي.

یاد ولایت کې د ترهګرو طالبانو تر پاکیدو پورې چاڼيز عملیات دوام لري...