د بادغیس قلعه نو به ډېر ژر په بشپړ ډول د دښمن له شتونه پاک شي
تېره شپه، د بادغیس ولايت مرکز قلعه ته د امنيتي وضعیت د لا ټينګښت او ښه والي په موخه تازه دمي کومانډو ځانګړي ځواکونه واستول شول.
دغه ولایت ته د کومانډوځانګړو ځواکونو له رسیدو سره سم د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات شدت اخیستی.
همدا راز دغو عملیاتو کې د یاد ښار پراخې سیمي د ترهګرو له شتونه پاکې شوي، امنیتي وضعیت ښه شوی دی او ډېر ژربه د بادغیس ولایت په بشپړ ډول د ترهګرو طالبانو له شتون څخه پاک شي.