هلمند کې ۳۸ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت نهر سراج او کجکي ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان په ګډون ۳۸ ترهګر ووژل شول او ۱۴ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یو شمېر وسلې او تجهیزات له منځه یوړل شول او یوه اندازه لاسته راغلل.