تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ طالبان ووژل شول او ۵۰ ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۰۰ طالبان ووژل شول او ۵۰ ټپیان شول.
 
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۳۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لغمان، کونړ، غزني، پکتیا، مېدان وردګ، خوست، زابل، بادغیس، هرات، فاریاب، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.