هلمند کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند په «چاه انجیر» سېمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۲ موضع، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.