هرات کې ۹ ترهګر ووژل شول
بیګاه شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت غوریان او پشتون زرغون ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۹ طالبان ووژل شول او د غوریان ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال" ملا شهاب" په ګډون ۶ نور ټپیان شور.
د دې پخوا کې ۸ کړۍ ماینونه چې ترهګرو طالبانو یادو ولسوالیو کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو په موځه ځای پرځای کړي وو، ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.