لغمان کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ۷ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند "اسلام آباد" سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د یو قوماندان "خالد" په ګډون ۷ طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.