تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ طالبان ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۸۱ طالبان ووژل شول او ۵۲ تنه ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول.
دغه طالبان د هېواد په کونړ، غزني، بادغیس، کندز، بلخ، کندهار، تخار، فاریاب او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.