کندهار کې د دوه بهرنیو ترهګرو په ګډون ۴۷ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت میوند، خاکریز او ژیړۍ ولسوالیو کې پر ترهګرو عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې د دوه پاکستاني ترهګرو «قاري حمزه» او «قاري حاکم»، د میوند-لشکرګاه د طالبانو د اخاذي عمومي مسؤل «حاجي روحاني» او یو مخکښ قوماندان «قاري بسم الله» په ګډون، ۴۷ ترهګر ووژل شول او ۹ تنه ټپیان شول.

همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن ۲ موټر سایکل د یو اندازه چاودیدنکو توکو، وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شول.