غزني کې د ۲۴ ترهګرو وژل کېدل

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت مرکز، اندړو او قره باغ ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.

په پایله کې ۲۴ طالبان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. همداراز د طالبانو ۳ موټر سایکلونه یوه اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي.

د دې پخواکې ۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو مقُر او قره باغ ولسوالیو کې دملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.

خوشبختانه دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.