د هېواد په ۳ ولایتونو کې د ۷ چاودنو مخه ونیول شوه
ترهګرو طالبانو د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې دملکي او پوځي کسانو وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ۷ بېلابېل ډول ماینونه ځای پرځای کړي وو.
دغه ماینونه د ننګرهار پچیراګام او حصارک ولسوالیو کې، د لغمان علیشنګ ولسوالۍ کې او د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کې ځای پرځای کړي وو.
خوشبختانه دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او د سیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.
د دغو بریدونو مخنیوي سره لسګونو کسانو ژوند وژغورل شول.