لوګر کې طالبانو د دوه مهمو غړو په ګډون ۱۵ ترهګر ونیول شول

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځانګړې قطعې ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د لوګر ولایت مرکز، محمد اغې او څرخ ولسوالیو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.

دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو دوه مهمو غړو په ګډون ۱۵ ترهګر چې ۵ یې داعش غړي دي نیول شوي دي.

همداراز د طالبانو ۲ موټر سایکلونه یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د یادونې وړه ده چې دغه کسانو د کابل ولایت وروستیو نا امنیو، ورانکاره فعالیتونو او ترهګریزو بریدونو کې مهم رول درلود.