غزني کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت مرکز "ارزو کلان" قره باغ او اب بند ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
په پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.
همداراز د طالبانو ۲ موټر سایکلونه یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې پخواکې ۴ کړۍ ماینونه چې طالبانو یاد ولایت اب بند ولسوالۍ کې دملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.
خوشبختانه دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.