بدخشان کې د طالبانو نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ هوایي ځواکونو د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفمند بریدونه تر سره کړل.

چې په پایله کې د یاد ولایت وردوج ولسوالۍ له پاره د طالبانو تش په نوم ولسوال "قاري حیدر", د یادې ډلې د مشهورو قوماندانانو "قدیر تیر کران" او قاري "فاروق" په ګډون, ۲۱ ترهګر ووژل شول او ۲۳ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دې هوایي بریدونو کې د دورج ولسوالۍ په شخ سالار سېمه کې د طالبان یو سنګر, ۶ پټنځایونه, وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.