په کندهار ولایت کې ۱۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
تیره شپه ترهګرو طالبانو د کندهار ولایت د "پنجوائی" ولسوالۍ د تپه خاکی اړوند سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه بریدونه دفع او ناکامه کړل، چې په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول.