قندهار کې ۲۸ طالبان ووژل شول
تېره ورځ طالبانو د قندهار ولایت په «ژیرۍ» او «ارغنداب» ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل او درانه تلفات یې ور واړول، چې په پایله کې، ۲۸ طالبان ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۳ موټر سایکل لاسته راغلي او ۱ موټر یې د زیاتو وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شو.