په ننګرهار ولایت کې ۱۲ طالبان ووژل شو
تیره ورځ وسلوالو طالبانو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوي سیمه کې په دفاعی او امنیتی ملي ځواکونو برید وکړ، دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ دغه برید په شاه وتمبوه، چې په پایله کی ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، د دښمن ۱ موټر او ۱ میل دهشکه له منځه وړل شوي دي.
همدا راز په یاده ولسوالۍ کې د وسایط ضد ۱ کړۍ ماین کشف او چاودنه ورکړل شوې ده.