۴۹۰ تنه سرتیري، بریدملان او افسران د پوځي زدکړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول 

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۵:۱
۴۹۰ تنه سرتیري، بریدملان او افسران د پوځي زدګړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول 

د ملي اردو ۴۹۰ تنه سرتیري، بریدملان او افسران د پوځي مهارتونو له زدکړې وروسته د ګډو محاربوي زدکړو له قوماندانۍ څخه نن فارغ شول او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل. ددغو اتلانو د فراغت مراسم د ګډو محاربوي زدکړو د قوماندانۍ د سرپرست ډګروال "عبدالظاهر بارز"، د ملي دفاع وزارت د افسرانو او ددغې قوماندانۍ د ښوونکو په ګډون ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ګډو محاربوي زدکړو د قوماندانۍ سرپرست ډګروال "عبدالظاهر" وویل چې دغو ځواکونو په یاده روزنیزه دوره کې، له بیلابیلو وسلو د استفادې لپاره لازم مهارتونه او جنګي تکتیکونه ترلاسه کړي دي او اوس مهال په بشپړ ډول چمتو دي څو د خلکو له ځان او مال څخه په جدي توګه دفاع وکړي.

فارغانو د افغانستان د خلکو د آرامتیا او ټیکاو د دښمنانو پر وړاندې د صادقانه مبارزې ډاډ ورکړ او ټولو په یوه غږ هېواد ته د خدمت کولو چمتوالی وښود.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته