فاریاب کې د الفتح قول اردو اړوند د سرحدي لوا او کنډک د نویو قوماندانانو او مسؤلینو معرفي کول

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۱۲:۵۱
فاریاب کې د الفتح قول اردو اړوند د سرحدي لوا او کنډک د نویو قوماندانانو او مسؤلینو معرفي کول

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه،  تیره ورځ د الفتح قول اردو اړوند فاریاب ولایت اندخوي ولسوالۍ کې میشت د شمالي زون سرحدي لوا قوماندان، یو شمېر پوځي او  سیمه ایز مسولین د یادې قول اردو قوماندان مولوي عطا الله «عمري» له لورې پرسونل ته ور وپیژندل شول او په کار یې پیل وکړ.

د دغو پریکړو پر بنسټ؛ اميدالله په استاد خالد مشهور د لوا قوماندان او ملا صداقت په دغه ولايت کې د سرحدي لوا د لومړي کنډک د ارکان رییس په توګه معرفي شول.

همداراز محمد خالد په اندخوي بالا حصار  کې د ملي اردو د کنډک قوماندان او زرقاوي د دغه کنډک د ارکان رییس په توګه معرفي شول.

همدارنګه محمود "بلال" د اقينې په سوداګريز بندر کې د قوماندان په توګه او عبدالرحيم "پهلوان" د دغه بندر د بلوک د مرستيال په توګه معرفي شول.

دغه مراسم چې د فاریاب ولایت په رسمي تالار کې جوړ شوي وو، د شمالي زون پوځي او  د دغه ولایت د سیمه ایزو چارواکو  دین او د هېواد دینداره خلکو ته د مسولیت په منلو ټینګار وکړ، دغه مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل. 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته