د ۲۰۳ منصوري قول اردو ۵۱ تنه مجاهدین د مخابرې له مسلکي کورس څخه فارغ شول

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۳:۳۶
د ۲۰۳ منصوري قول اردو ۵۱ تنه مجاهدین د مخابرې له مسلکي کورس څخه فارغ شول

د ۲۰۳ منصوري قول اردو ۵۱ تنه مجاهدین د مخابرې او محرم شفر په څانګو کې له دوه میاشتنیو مسلکي او عملي زده کړو وروسته په بریالیتوب سره فارغ شول.

د دغو مجاهدینو د فراغت په مراسمو کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان قاري محمد ایوب "خالد" او د دې اردو د بېلابېلو څانګو مسؤلینو ګډون کړی وؤ.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان فارغان وهڅول چې له خپلې مسلکي پوهې څخه په قطعاتو او جزو تامونو کې په اغیزمنه او ګټوره توګه کار واخلي.

په پای کې فارغانو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شول.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۲۰:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر عبیدالرحمن "نظاماني" سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت  وروستۍ ترافیکي پېښې له سيمې څخه چي د بهارک - فیض آباد پر لاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۹:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د روسیې هېواد لوړپوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي،. . .

بېرته خبرونه ته