د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۲۱:۵۰
د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند په جلب او جذب قوماندانۍ کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابیلو ولسوالیو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته په فوق العاده توګ جذب شول.

د دغو ځوانانو د بایمتریک او نورو اسنادو پروسې له تکمیل وروسته چې د جلب او جذب په قوماندانۍ کې تر سره شول، د مسلکي زده کړو لپاره د حضرت عبدالله بن مسعود رض جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ته معرفي شول.

دغو ځوانانو ته د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبرو کې وویل: کوم څوک چې په ټولنه کې د ظالم په وړاندې ودریږي هغه د ټولنې اتلان یادیږي، هغه څوک چې په هیواد کې د ژبې قوم او سمت په نامه اختلافات رامنځ ته کوي د هغوی لاسو لنډ کړئ؛ تاسو د یوې ازادې ملي اسلامي اردو سربازان یاست دا اردو په کامل ډول خپلواکه ده دلته هیڅ بهرنی تبعه وجود نلري.

همدا راز زیاته یې کړه: اې ځوانانو تاسې په ټولنه کې یو لوړ مقام لرئ، تاسو به د اسلامي نظام او خاورې څخه دفاع او ساتنه کوئ، تاسو چې د ملي اسلامي اردو په لیکو جذب شوی یاست د اسلامي نظام، ملي ارزښتونو او هیواد ساتنې لپاره جذب شوي یاست.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یادو ولایتونو څخه په سلګونه تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته