د هیواد وسله والو پوځ لوى درستيز تخار ولايت ته ولاړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۲۲:۱۹
د هیواد وسله والو پوځ لوى درستيز تخار ولايت ته ولاړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت " د هيواد په شمال ختیځ زون کې د ملي اسلامي اردو له قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې او کتنې په دوام نن تخار ولایت ته ولاړ.

د دغه سفر په ترڅ کې لوی درستیز د تخار له والي مولوي عبیدالله "امین زاده" او په دغه ولایت کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د دوهمې پلې لواء له قوماندان مولوي عتیق الله "اسامه" سره وکتل او ورسره یې د امنیت او نورو مسایلو په اړه هر اړخیزي خبرې وکړې.

همدارنګه د هیواد د وسله وال پوځ لوی درستیز په تخار کې د مجاهدینو له فعالیتونو او لاسته راوړنو قدردانۍ وکړ او مسوولینو ته یې د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته