د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۸ - ۱۸:۵۴
د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

له انګرېزي ښکېلاک څخه ۱۰۵ کاله وړاندې د غیورو افغانانو پر مټ خپلواکۍ اخیستلو او د افغان ملت د برم او پرتم د اعادې په موخه نن د ملي دفاع وزارت په تالار کې دغه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په دغه پرتمین مجلس کې د ریاست الوزراء اقتصادي او اداری مرستیالانو، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراج الدین حقاني، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابینې ځینو غړو، د استخباراتو ریاست عمومي رئیس او ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو او هیوادوالو ګډون درلود.

غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ریاست الوزراء مرستیالانو او د کابینې ګڼ شمېر مسؤلینو د افغان ملت په ویاړونو او افتخاراتو هر اړخیزې ویناوې وکړې ورپسې د اسلامي امارت اعلامیه ګډون والو ته وړاندې شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په ملتیا د تشریفاتو ګنډک د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې په ملي دفاع وزارت کې د ازادۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.

له‌ دې سره سم د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک الوتکو او چورلکو د کابل پر اسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه يې ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې، غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۲۲:۴۴
Background image

د ستردرستیز لومړي مرستیال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د وسلوال پوځ ستردرستيز لومړي مرستیال حاجي مالي خان"صدیق" د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۵:۱۲
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د اسلحې او تخنیک ریاست د ۸۳ تنه منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت د اسلحې او تخنیک ریاست د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سيمينار څخه د قول اردوګانو او لواګانو د اسلحې او تخنیک ۸۳ تنه مدیران او آمرین نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۲۳:۵۱
Background image

د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی قومندان معرفي شو

د ا.ا.ا زعیم حفظه الله د  حکم پر اساس د ۲۰۵ البدر قول لپاره ملا احمدشاه  "دیندوست" د نوي قومندان په حیث ټاکل شوی وو، نن ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د ستر. . .

بېرته خبرونه ته