د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کابل کې د اروپایي تولنې د سفیر له مرستیال سره لیده کاته وکړل

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل" د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سفیر له مرستیال، محترم "ارنوت پاولس" سره نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د امنیتي او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې اترې وکړې.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د سفیر مرستیال، په مختلو برخو کې د همکاریو د دوام په خوا کې، ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه د افغانستان د حکومت او خلکو په خوا کې ده او د تل په څیر به خپل جدي ملاتړ ته دوام ورکړي.
همداراز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د اروپايي ټولنې له هر اړخیزو مرستو او همکاریو مننه او قدرداني وکړه او په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو په دوام ټینګار وکړ.