د ملي دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د بریتانیا له سفیر سره وکتل

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۲۰:۱۵
 د ملي دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د بریتانیا له سفیر سره وکتل

نن له غرمې وروسته, د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" د انګلستان له سفیر "سر لاوري بریستو" سره په کابل کې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې, د سولې پروسې او د انګلستان هېواد د رول په تړاو ګټورې خبرې وشوې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د دفاعي او امنیتي ځواکونو او د افغانستان خلکو سره د انګلستان دولت له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پياوړتیا یې ټينګار وکړ.

همدا راز د انګلستان سفیر د افغانستان خلکو سره په بیلابیلو برخو کې د خپلو دوامداره مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته