د ملي دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د دوست هېواد هندوستان له سفیر سره لیدنه وکړه

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۲۰:۲۶
د ملي دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د دوست هېواد هندوستان له سفیر سره لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله"محمدي " په افغانستان کې د هندوستان هېواد له سفیر "روډرندرا تندن" سره د امنیتي مسایلو او سولې په تړاو، نن کابل کې د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست  د هندوستان هېواد څخه د افغانستان خلکو سره په سختو شرایطو کې د همکاریو او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو کدرونو د ښوونې او مسلکيتوب په برخو کې د اسانتیاوو له برابرولو یې ترې مننه وکړه.

ښاغلي محمدي زیاته کړه: " افغانستان سره د هند مرستې په دې اساس وخت خورا ډېرې مهمې دي، ملي دفاع وزارت دغو مرستو څخه  هرکلی او مننه وکړه.

همداراز په مقابل کې د هند هېواد سفیر د سولې پروسې او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اشاره وکړه؛ د افغانستان له حکومت او خلکو سره د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تل به د افغانستان خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ وي.

همداراز هند نن ګڼ شمېر طبي درمل ملي اردو سره مرسته وکړه، دغه درمل دملي دفاع وزارت سرپرست ته ورکړل شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته