د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد لغمان ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۵:۱۰
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد لغمان ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد د امنیتي وضعیت ارزولو او دشهید «عبدالحلیم لغماني» هغه سرتېری چې څو ورځې وړاندې تورخم کې له پاکستاني پوځیانو سره جګړه کې شهید شو؛ کورنۍ سره د غمرازۍ په موخه نن لغمان ولایت ته ولاړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست خلکو ته د وینا پر مهال وویل:"ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو به په هرقېمت له افغانستانه ساتنه وکړي او د افغانستان هېڅ کومه سیمه به سقوط ونکړي."

سترجنرال اسدالله خالد ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونو د سولې بهیر ته د درناوي په موخه جګړه ورو کړې او اوسمهال په دفاعي حالت کې دي.

همداراز د لغمان والي رحمت الله یارمل د امنیت ټېنګښت په برخه کې د ستر جنرال اسدالله خالد هڅې وستایلې.

سترجنرال اسدالله خالد له پاکستاني پوځیانو سره نښته کې د شهید شوي افغان پوځي «عبدالحلیم لغماني» کورنۍ سره په سپرۍ سیمه کې له نږدې لیده کاته او خواخوږي وکړه.

د ملی دفاع وزارت سرپرست د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د عبدالحلیم د اتلولۍ ستاینه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته