د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هرات ولایت ته سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال میلر، د هیواد لویدیځو ولایاتو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه نن هرات ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د ملي دفاع سرپرست وزیر د یاد ولایت امنیتي لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او د امنیتي وضعیت د لاښه کیدو له پاره یي ور ته لازمې لارښوونې وکړي.
همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر، د ٢٠٧ ظفر قول اردو منسوبینو سره له نږدې وکتل او د هغوې ستونزې او غوښتنې یي واوریدې.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورستیو لاسته راوړنو په اړه د هغوې ستاینه وکړه او ژمنه یي وکړه، چې د ملي دفاع وزارت رهبري به د دوې د ستونزو د حل په موخه هراړخیز او کوټلي ګامونه اخلي.
په دې وروستیو کې ملي او دفاعي ځواکونو د طالبانو د ځپلو په موخه د هیواد په لویدیځ کې لوي عملیات په لار اچولي، چې طالب ترهګرو ته پکې درانه تلفات اوښتي او د طالبانو له شتون نه پراخه سیمې پاکي شوي دي.