د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۲۰:۶
د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال او سرحداتو عمومي مسؤل الحاج ملا عبدالقيوم" ذاکر" په داسې حال کې چې د  ۲۱۷ عمري قول اردو درستیزوال او یادې قول اردو د دیارلسمې سرحدی لواء قوماندان او یوشمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله د کندز او تخار ولايت سرحدي پوستو څخه یې لیدنه وکړه.

الحاج ملا عبدالقیوم "ذاکر" د کندز ولایت د قلعه زال، امام صاحب او کلباد او د  تخار ولايت خواجه غار، دشت قلعه، درقد  ينګي قلعه او د چاه آب ولسوالیو سرحدي  سیمو کې د یادو پوستو له مسؤلینو او مجاهدینو ستونزې له نږدې واورېدې او د یادو ستونزو د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته