د ملي دفاع وزارت خبرتیا
ټاکل شوې د ملي دفاع وزارت، د ملکي پوهنتونونو «۴۰» تنه فارغ شوي ځوانان د هندوستان هېواد پوځي اکاډمۍ ته د اتلسو میاشتو لپاره په لاندې شرایطو وړ کسان واستوي:
۱ـ عمر یې له ۱۹ تر ۲۴ کلونو پورې وي
۲- په انګلیسي ژبه بشپړه بلدتیا ولري
۳- له بشپړ روغتیایي وضعیت څخه برخمن واوسي
فارغان له فراغت څخه وروسته د «دوهم بریدمن» په رتبه تثبیت د رتبې کېږي.
هیله ده د نوملیکنې لپاره د تابعیت اصلي تذکره، د لیسانس دورې سند، د نمرو ترانسکریپټ او دوه قطعې عکسونو سره د روان کال غبرګولې میاشتې «۲۲» مې نېټې پورې د مرکزي زون جلب او جذب قوماندانۍ کمیساریو ته مراجعه وکړي.