د ملي دفاع وزارت خبرتیا

s.mohmand

د پرسونل او تعلیماتو معینیت د ښوونې او روزنې د سترتوب خبرتیا

د ملي دفاع وزارت په پام کې لري چې (۴۰) تنه ځوانان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه د لیسانس په کچه فارغ شوي وي د هندوستان پوځي اکاډمۍ (IMA- Indian Military Academy) ته د (۱۸) میاشتو لپاره واستوي چې د فراغت څخه وروسته د دوهم بردمنۍ رتبه ورکول کیږي او په لاندې شرایطو وړ کسان استول کیږي:

- عمر یې له ۱۹ تر ۲۴ کلونو پورې وي

- په انګلیسي ژبه پوره وړتیا ولري

- فزیکي او رواني روغتیا يې ښه وي

هیله مند یو چې د نوم لیکنې د پاره د تابعیت تذکره، د لیسانس سند او دوه قطعې عکسونو سره د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې له (۵) نیټې څخه تر (۱۵) نیټې پورې د مرکزي زون د جلب او جذب قوماندانۍ کمیساریو ته ورشي.

د اړتیا په وخت کې د لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ.

۰۲۰۲۶۱۴۰۸۵/۰۲۰۲۶۶۱۷۰۳

 

 

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۲۹
Background image

اطلاعیه قوماندانی اکادمی نظامی ملی حضرت معاذ بن جبل (رض)

به اطلاع ۴۹۸ تن از محصلین ی که از طریق امتحان کانکور در دوره بیستم اکادمی نظامی ملی پوهنتون دفاع ملی حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) کامیاب شده‌اند، رسانیده می‌شود که از تاریخ ۲۴ حمل سال . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۶:۸
Background image

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملکي کدرونو د جذب په اړه د ستردرستیز د صحيه چارو قوماندانۍ خبرتیا!

لکه څرنګه چې څرګنده ده، د ملي اسلامي اردو د صحي خدمتونو ګټه اخيستونکي د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په ځانګړې توګه د ملي دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د ستردرستیز صحيه چارو . . .

Back to announcements