د ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مراکزو څخه لیدنه وکړه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۲۱
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مراکزو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قوماندان الحاج دوکتور محمدطاهر "احرار" یې ملتیا کوله د ستر درستیر د روغتیایي چارو قوماندانۍ له بېلابېلو نویو جوړې شویو څانګو او پولیکلینک څخه لیدنه وکړه.

د روغتیایي چارو مسؤلینو او ډاکټرانو خپل ګذارشونه، پشنهادات، فعالیتونه، لاسته راوړنې او همدارنګه نوې فعالې شوې څانګې اندوکرینولوژي، سيټي سکن دستکا، او طبي ماشین الاتو فعالیدل له رهبري سره شریک کړل.

ورپسې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له ناروغانو سره د نیک چلند په کولو او نویو څانګو او ماشین الاتو په فعالیدلو سره د دوی شپه او ورځ هڅې وستایلې او همدا راز د دوی د ستونزو او مشکلاتو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته