د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنه مفتيشينو اصلاحي سېمینار د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په شتون کې پای ته ورسید

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۲۲:۳۵
د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنه مفتيشينو اصلاحي سېمینار د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په شتون کې پای ته ورسید

د ملي دفاع وزارت د تفتيش رياست له لوري اصلاحي درې ورځني سيمينار څخه د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنو مفتشینو د فراغت مراسم نن د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب "مجاهد" په شتون کې ولمانځل شو.

د ملي دفاع سرپرست وزیر چې په دې مراسمو کې یې وینا کوله، د ملي اردو په قطعاتو او قطعاتو کې د مفتشینو د کړنو  له فعالیتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ مفتشین يې د يوې ټولنې د اردو سترګې او غوږونه وبلل، د سیمینار‌ له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې په ورسپارل شویو دندو کې ځانګړې پاملرنه وکړي او د ولس او نظام په خدمت کې له هېڅ ډول کوښښ څخه ډډه ونه کړي.

غونډه فارغانو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۲۲:۴۴
Background image

د ستردرستیز لومړي مرستیال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د وسلوال پوځ ستردرستيز لومړي مرستیال حاجي مالي خان"صدیق" د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۵:۱۲
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د اسلحې او تخنیک ریاست د ۸۳ تنه منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت د اسلحې او تخنیک ریاست د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سيمينار څخه د قول اردوګانو او لواګانو د اسلحې او تخنیک ۸۳ تنه مدیران او آمرین نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۲۳:۵۱
Background image

د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی قومندان معرفي شو

د ا.ا.ا زعیم حفظه الله د  حکم پر اساس د ۲۰۵ البدر قول لپاره ملا احمدشاه  "دیندوست" د نوي قومندان په حیث ټاکل شوی وو، نن ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د ستر. . .

بېرته خبرونه ته