د مسلحو ځواکونو لوی درستیز د ۲۱۷ عمري او ۲۰۹ الفتح قول اردو له قوماندانانو سره وکتل
د مسلحو ځواکونو لوی درستیز الحاج قاري فصیح الدین "فطرت" د ۲۱۷ عمري قول اردو له قوماندان مولوي امان الدین "منصور" او د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قوماندان قاري رحمت الله "محمدي اقا" سره یې په کندوز ولایت کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د مسلحو ځواکونو لوی درستیز نوموړو قوماندانانو ته لازمې لارښوونې وکړې او د هیواد د شمال ختیځ زون د امنیت په هکله یې ورسره هر اړخیزې خبرې وکړې.