د مسلحو ځواکونو لوی درستیز د ملي دفاع پوهنتون محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۸:۴۱
د مسلحو ځواکونو لوی درستیز د ملي دفاع پوهنتون محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت اړوند حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د اسامه بن زید افسرانو اکاډمۍ د ۱۷۲ تنه محصلینو په فراغت غونډه کې د هیواد د مسلحو ځواکونو لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" ګډون وکړ.

دغو محصلینو چې یو کال عقیدوي، مسلکي او بېلابېلو فوځي برخو کې زده کړې ترسره کړې وي له شلمې دورې څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ګڼ شمېر مسؤلینو په حضور کې فارغ شول.

د مسلحو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې د یو نظام لپاره اعداد او نظامي زده کړو ته اشد ضرورت دی، زموږ ملي اسلامي اردو باید په عقیدوي او پوځي زده کړو سمبال وي او خپل قوت دوښمن ته وښيي، همدارنګه زیاته یې موږ اوس مهال یوه منظمه او ژمنه اردو لرو چې د شعایرو الله، اسلامي مقدساتو او د هیواد سرحداتو د ساتلو لپاره هر ډول ایثار او قربانیو ته چمتو ده.

په پای کې فارغانو د تحلیف مراسمو ترڅنګ بېلابېل ډول فوځي نمایشات او مانورونه د مشرانو په وړاندې ترسره کړل او ژمنه یې وکړه چې د هیواد ساتنې لپاره به په هر ډول شرایطو کې د خپل سر په بیه خدمت ترسره کوو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته