د مارشال محمد قسیم فهیم دفاعي پوهنتون د ملي نظامي اکاډمۍ خبرتیا

zia_omid

دمارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون دملي پوځي اکاډمۍ د 1399 ښوونیز کال لپاره د لاندې شرایطو سره برابر محصلین مني:

۱-( نارینه او ښځینه) کاندیدان باید د 1397 کال له دولسمو ټولګیو څخه فارغ وي او یا د 1398 کال په دو لسمو ټولګیو کې شامل وي.

۲- دکاندید عمر باید د ۱۸ او ۲۲ کالونو تر منځ وي.

۳- د افغانستان تابعیت ولري.

۴-  د مکملې جسمي، دماغي او رواني سلامتیا څخه برخه من وي او همدا رنګه په فزیکي آزموینه کې ټاکلي معیارونه ترلاسه کړي.

۵- جرمي سابقه و نلري اوهمدارنګه په نشه یئ توکو او مسکراتو اخته نه وي.

۶- دمارشال فهیم دملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ د کانکور په آزموینه کې، چې د لوړو زده کړو وزارت په معیارونو برابره ده ګډون وکړي اودکامیابۍ نمرې تر لاسه کړي.

۷- د افغانستان په ملي پوځ کې د اوږدې مودې لپاره خدمت ته ‌ژمن وي.

۸- د 1397 کال د دولسمو ټولګیو فارغان، چی د ( لسمو، یولسمو او دولسمو ټولګیو) د نمرو اوسط یې 80 فیصده او د 1398 کال د شاملینو د (لسمو، یولسمو او دولسمو) ټولګیو د څلورنیم میاشتنۍ آزموینو د نمرو اوسط یې 80 فیصده وي کولی شي، چې د ملي پوځ  د جلب او جذب مرکزونو ته مراجعه وکړي او ملي پوځي اکاډمۍ ته د شمولیت فورم او د لارښوونې پاڼه ترلاسه کړئ. د خپلو ښوونځيو او د اړوند ولایت د ښوونې ریاست له تصدیق څخه وروسته د 15 / 7 /1398 د جلب او جذب اړوند مرکز ته وسپارئ. دجلب اوجذب عمومي قومانداني د 20 / 7 /1398 پورې ټول راټول شوي فورمونه په رسمي ډول دمارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون ملي پوځي اکاډمۍ ته ورسوئ

 د 20 / 7 /1398 نېټې څخه وروسته هر ډول فورم دمنلو وړ ندی.

 نارینه اوښځینه کاندیدان ( د شهادت نامو او تذکرو فوتو کاپي، دری کلن نتایج، ضمانت خطونه او څلور قطعې داسې عکسونه چې شالید یا بګرونډ یې سپین وي) د ترلاسه شویو فورمونو سره د خپلو ولایتونو د جلب اوجذب مرکز ته په خپل لاس و سپاري. دکانکور ازموینه د 23 / 8 /1398 په ملي پوځي اکاډمۍ کې چې د قرغې په سیمه کې موقعیت لري اخستل کیږي.

دکابل ښار ښځینه فارغان کولی شي دملي پوځي اکاډمۍ د شمولیت فورمونه د ټاکل شوي قیمت په بدل کې دملي پوځي اکاډمۍ له قوماندانۍ څخه ترلاسه کړئ او له پورتني لاښوود نه وروسته یې دوباره ملي پوځي اکاډمۍ ته و سپارئ.

ــ دمحصلینو لپاره د زده کړو پر وخت آسانتیاوې ــ

- دملي پوځي اکاډمۍ د لوړو زده کړو دوره په څلورو کلونو کې بشپړیږي. د یادې دورې په بشپړولو سره د لسانس په کچه د فراغت سند او په پوځي ډګر کې د دوهم بریدمن په توګه افسر جوړيږي.

- د زده کړو پر وخت مدد معاش او تحصیلي کال ته په کتو اعاشه او اباطه، قرطاسیه او د زده کړو اړونده درسي توکي له روغتیایي خدمت سره ورکول کیږي. همدارنګه د ښځینوو لپاره ځانګړې لیلیه له ټولو اسانتیاوو سره په پام کې نیول شوې ده.

-دملي پوځي اکاډمۍ محصلین د زده کړو پر وخت سربېره پر پوځي زده کړو؛ له اکاډمیکو څانګو لکه (حقوق، سیول انجنیري، عمومي انجنیري، کمپیوټر ساینس، انګلیسي ژبه او فرهنګ، اداره او رهبري او اقتصاد) کې زده کړې تر لاسه کوي.

پته: د افغانستان د ملي دفاع پوهنتون قومانداني(پخوانۍ آتمه فرقه) کابل.

د اړیکو شمېرې: دملي پوځي اکاډمي قوماندانۍ د نوکریوالۍ آمریت: (0202634042)

د ملي پوځي اکاډمي قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مرستیال: (0202634066 )

د ملي پوځي اکاډمي قوماندانۍ د پذیرش آمریت : ( 0202634073 )

د ملي پوځي اکاډمي قوماندانۍ د پذیرش اجرائیه آمر: ( 0202634077)

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۱:۷
Background image

د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون د ازموینې خبرتیا!

ټولوهغوګډونوالوته چې د ابوعبیده بن جراح(ض)ملي دفاع پوهنتون د ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې خبر ورکول کېږي،چې د کارتونوویش،بایومیتریک معلوماتوثبت او ازموینه یې د لاندې مهال وېش سره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۹:۵۴
Background image

د حضرت معاذ بن جبل(رض) د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا!

د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاعي پوهنتون د ملي نظامي اکاډمۍ د (۱۴۰۳ ه.ش تعلیمي کال د (۱۹) دورې لپاره په لاندې شرایطو کې محصلین مني:

د نوم لیکنې شرایط:

- هغه کاندیدان چې د دولسم . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ خبرتیا!

د حضرت سعد بن وقاص (رض) د حربي ښوونځي  قومانداني د (۱۴۰۳) ه .ق ښوونیز کال لپاره (۲۰۰) تنه داوطلبان د هېواد له (۳۴)  ولایتونو څخه یاد ښوونځي ته مني.

د نوم لیکنې شرایط:

1-  د پوهنې . . .

Back to announcements