د لوی درستیز مرستیال د ۲۰۹ "الفتح " قول اردو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۵:۲۶
د لوی درستیز مرستیال د ۲۰۹ "الفتح " قول اردو څخه لیدنه وکړه


 د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان د يوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قوماندان، مسؤلینو او يو شمېر مجاهدینو سره وکتل.

 د لوی درستيز مرستیال د الفتح قول اردو شپږمې سرحدي لوا ته هم ولاړ او د هغې لوا له مسؤلینو او کارکوونکو سره یې د لیدنې پر مهال د هغوی د کارونو او فعالیتونو قدرداني يې وکړه.

 دغه راز د لوی درستیز مرستيال د لوا له مسؤلینو څخه د راپورونو اورېدو پر مهال د هغوی د وړاندیزونو او ستونزو د حل په موخه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته