دملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د” افغان ساین“ نړیوال صحي کنفرانس کې ګډون وکړ

ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب ” مجاهد“ د” افغان ساین“ تر نامه لاندې دریم نړیوال روغتیايي کنفرانس چې د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د اورتوپيدي او ټراماتولوژي د خدمتونو د معیاري کولو په موخه جوړ شوی و، ګډون وکړ او د دا ډول کنفرانسونو جوړول یې اغېزمن او حیاتي وبلل .
د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه:”د ملي دفاع وزارت صحي برخه د روغتیایي سکتور د معیاري کولو او د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې له هیڅ راز هڅو ډډه نه کوي.“
د ملي دفاع وزارت سرپرست دغه رامنځته شوې ستونزې د بندیزونو او زموږ د پیسو د بندونو پایله ده چې په اوسني وضعیت کې یې زموږ ملت له کړکېچ سره مخ کړی، خو زموږ هوډ دا دی چې څپلو خلکو ته چې دا ٤٠ کاله جنګ یې ځغملی ده، خدمات وړاندې کړو .» هم دا راز د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر وویل ؛ زموږ د ملت مبارزه د اشغال د له منځه وړلو او د اسلامي حکومت او نظام د جوړولو لپاره وه.