دملي دفاع سرپرست وزیر په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۳ - ۱۷:۱۹
سرپرست وزارت دفاع ملی با سفیر جمهوری اسلامی ایران ملاقات نمود

 

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله ( خالد) نن له غرمي مخکي د محمد رضا ( بهرامي) په کابل کې د ایران له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دي لیدنه کې دواړو لورو په امنیتي او په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزه باندي هر اړخیزي خبرې اترې وکړي.
دملي دفاع سرپرست وزیر د تروریزم پرضد دمبارزي په اړه وویل (تروریزم د انسانیت دشمن دی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو وینو په قربانیو سره ددي ډلې پرضد جنګیږي) نوموړي د ګاونډیو هیوادونو څخه وغوښتل تر څو په دي مبارزه کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.
په مقابل کې دایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل هیواد یې د تروریزم سره مبارزه کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته