په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت اړوند د شپږو قطعو ځمکو د قرارداد اعلان

۱۴۰۴/۱۲/۴     ۱۴۰۴/۱۲/۱۹       kabul

د ملي دفاع وزارت د ودانيزو او ځمکو چارو رياست ټولو پانګوالو، ملي او بين المللي تاجرانو، شرکتونو او مالي بنسټونو ته خبر ورکوي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د کابل ولايت  کې لاندي شپږ قطعي ځمکهد خصوصي سکتورونو د اقتصادي ودې، پرمختللی ښار جوړونې، د ملي تولیداتو ملاتړ او د ملکيتونو څخه د مؤثرې ګټې اخيستنې په موخه اعلان ته سپارلي ده.

۱- د کابل ولایت چار راهي قمبر سیمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند د پخوانیو بلاکونو انکشافي ساحه.

۲- د کابل ولایت بي بي مهرو سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند د پخوانیو بلاکونو انکشافي ساحه.

۳- د کابل د چهلستون د پل حسن په سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.

۴- د کابل ولایت طلایې ښارګوټې ته څېرمه د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.

۵- د کابل ولایت د لسمې ناحیې د چهار قلعه وزیر اباد په سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.

۶- د کابل ولایت د پل چرخې فامیلې په سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.

ټول پانګوال مساوي حق لري چې سيالي وکړي او خپلي طرحې سره له لازمې اسنادو او نقشو د شرطپاڼي د محتوياتو سره سم د ملي دفاع وزارت اړوند د ټکنالوژي او لوژستیکي تامیناتو معینیت د غونډو تالار ته وړاندي کړي.

د آفر پرانستي وخت۱۴۰۴/۱۲/۱۹ نیټه چې د سي شنبې له ورځي سره سمون خوري وخت ۱۰ بجي، په داو طلبي کې د ګډون لپاره تضمين (5000000) افغانۍ د بانک ګرانټي په ډول د يادي ځمکې موقیعت او تخنيکي مشخصات په شرطپاڼه کې ځای په ځای شوي دي.

د اسنادو تر وړاندي کولو وروسته د ملي دفاع وزارت اقتصادي کمېسيون د تخنيکي ارزوني پر بنسټ د غوره وړانديز يا طرحې د منلو حق لري.

داو طلبان کولای شي چې د یکشنبې په ورځ ، ۱۰ /۱۲/ ۱۴۰۴ نیټه د ودانیزو او ملکیتونو چارو ریاست ته د معلوماتو د حاصلولو په موخه راشي. 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندې شمېرو سره اړیکه نیولی شئ

+93706792585  +93775597241  +93705309727


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ