د (۱۰) جریبه ځمکې د ازادي داوطلبي اعلان
1404/9/27 1404/10/02 kabul
د ملی دفاع وزارت د ودانيزو او ځمکو چارو رياست ټولو پانګوالو، ملی او بين المللي تاجرانو، شرکتونو او مالی بنسټونو ته خبر ورکوي چې د ملی دفاع وزارت اړوند د کابل ولايت د جلب او جذب زړه قوماندانۍ قوماندانۍ لس(۱۰) جريبه ځمکه د خصوصي سکتورونو د اقتصادي ودې، پرمختللی ښار جوړونې، د ملی تولیداتو ملا تړ او د ملکيتونو څخه د مؤثره ګټې اخيستنې په موخه اعلان ته سپارلي ده.
ټول پانګوال مساوي حق لري چې سيالي و کړي او خپلي طرحې سره له لازمې اسنادو او نقشو د شرطپاڼي د محتوياتو سره سم د ملی دفاع وزارت اړوند د ودانيزو او ځمکو چارو رياست د ملکيتونو عمومی مدیریت ته و سپاري
تر داوطلبۍ مخکې جلسه : 1404/10/02 نيټه
ساعت:1:15 د ورځې
د افر پرانستنی وخت : 1404/10/13 نيټه ساعت (۱۰) د ورځې
تضمين: (5000000) افغانۍ د بانک ګرانټي په ډول
د يادي ځمکې موقیعت، تخنيکي مشخصات او نقشه په شرطپاڼه کې ځای په ځای شوي ده
د اسنادو تر وړاندي کولو وروسته د ملی دفاع وزارت اقتصادي کمېسيون د تخنيکي ارزوني پر بنسټ د غوره وړانديز يا طرحې د منلو حق لري.
د لازياتو مالوماتو په موخه له لاندې شميرو سره اړيکه نيولای شئ.
0202627707 ، 0706792585 ، 0707192064